افغانستان: دوه نوي والیان ټاکل شوي

افغانستان کې د دایکنډي او بادغیس ولایتونو لپاره نوي والیان په دندو وګمارل شول. د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا دار الانشا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسمشر حامد کرزي په منظوري عبد الحق شفق د دایکنډي د نوي والي او احمد الله علیزی د بادغیس د نوي والي په توګه ټاکل شوي دي. عبد الحق شفق له دې وړاندې د فاریاب والي و او احمد الله علیزي د کابل ولایت پخوانی مرستیال او سرپرست والي په توګه دندې ترسره کړې دي.