د ناټو یو اکمالاتي شرکت سیاستوالو ته پیسې ورکوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د امریکايي او ناټو ځواکونو یو اکمالاتي شرکت په دې تورن کړی چې ګواکې د دغه هېواد سیاستوالو ته پیسې ورکوي.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې دا نه دې ويل شوي چې دغه پیسې کومو سیاستوالو ته ورکول کېدې.

دا هم نه دې ویل شوي چې د څه لپاره دغه شرکت پیسې ورکوي.

اعلامیه وايي د ملي امنیت د شورا غونډې چې ولسمشر کرزي یې مشري کوله ملي امنیت او مالیې وزارت ته دنده سپارلې چې د دغې موضوع پلټنه وکړي.

غونډې له یادو ادارو غوښتي چې ژر تر ژره دوی ته د خپلو پلټنو او څېړنو رپوټ ورکړي.