چین او هند له همالیې د ځواکونو ایستل پیل کړل

چين او هند د خپلو ترينګلو اړيکو د هواري لپاره د هماليا له سيمې د خپلو ځواکونو اېستل پيل کړي دي. هندي چارواکي وايي دواړه غاړې د يکشنبې په ورځ يوې ګډې موافقې ته ورسېدل چې د سرحدي قومندانانو ترمنځ وشوه.

هند درې اونۍ وړاندې چينايي ځواکونه د هېواد په ختيځو پولو کې هندي لوري ته په اووښتو او د دغه هېواد په خاوره کې ۲۰ کيلومتره دننه د يوه کمپ په جوړولو تورن کړل.

خو چين له خپله لوري دا ډول خوځښتونه رد کړي دي. دواړو هېوادونو په ۱۹۶۲ کې د پولو پر سر جګړه وکړه چې د هند په ماتې پای ته ورسېده.