مصر: د وسله وال برید په تور پنځه کسان نیول شوي

مصري پوليسو په پلازمېنه قاهره کې د لومړي وزير هشام قنديل د موټرو پر کاروان د بريد په تور پنځه ځوانان نيولي دي. ويل کېږي تورنو هغه مهال ډزې کړې چې د لومړي وزير لپاره د لارې پرانستو پر مهال د دوی موټر په زور له سړک نه لرې کېدو ته اړ شوی. په دغه بريد کې دوه کسه ټپیان شوي دي.د مصر حکومت وايي ښايي دا بريد سياسي انګېزه ونه لري.