کاراکاو کې یو سیاستوال په ډزو وژل شوی

د هالنډ د کارابين ټاپو په کاراکاو کې يوه ټوپکوال يو مشهور سياستوال په ډزو وژلی دی. عيني شاهدان وايي هېلمېن وېلز د سيند پر غاړه د هغه کس له لوري ووژل شو چې په موټر کې سپور وو.

هېلمېن د پاولېبو سوبيرانو ګوند مشر دی، چې تېر کال يې ډېری پارلماني څوکۍ ګټلې وې. ځايي رسنۍ وايي دا لومړی ځل دی چې يو سياستوال په کاراکاو کې وژل کېږي.