د لیبیا دفاع وزیر استعفا وکړه

د لیبیا دفاع وزیر محمد البرغثي په دغه هېواد کې د وسلوالو له خوا د وزراتونو محاصره غندلې او له همدې امله یې له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي ویلي د وزارتونو محاصره پر دیموکراسۍ برید دی. ښاغلی البرغثي یواځې څو ورځې وروسته له هغه استعفا کوي چې ددغه هېواد پارلمان د یو جنجالي قانون مسوده چې له مخې د ډګروال قذافي د واکمنۍ پرمهال چارواکي دولتي دندې نه شي تر سره کولی، تصویب کړ.

د دې قانون له مخې کیدای شي سیاسي مشران لکه لومړی وزیر علي زیدان له دندې ګوشه کړل شي.

د دې قانون د مسودې په اړه له رایې ورکولو څو ورځې وړاندې وسلوالو څو وزارتونه د دې لپاره محاصره کړل چې پر پارلمان فشار راوړي او دا مسوده تصویب کړي.