د مصر په کابینه کې پراخ بدلونونه شوي

د مصر د لومړي وزیر هشام قندیل دفتر په کابینه کې د بدلون اعلان وکړ. د نوي بدلون له مخې نهه نوي وزیران په دندو ګومارل شوي دي.

تر ټولو ستر بدلون د مالیې ، پلان، نفتو او کرنې وزارت لپاره د نویو وزیرانو ټاکل دي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي او اخوان المسلمین ګوند چې نوموړی پورې تړاو لري، له دې امله له ډېرو نیوکو سره مخامخ دی چې د مصر د محاصره شوي اقتصاد په کنټرول کې پاتې راغلي.

د پیسو له نړېوال صندوق څخه د څلور اعشاریه اته میلیارده ډالرو د پور معامله لا تر اوسه پرېکړنده شوې نه ده . خبریالان وايي په کابینه کې بدلون پر حکومت انتقاد کوونکي چې په خپله د ښاغلي قندیل ګوښه کېدل یې غوښتل خوښ نه کړي.