د څرخي پله ۱۵۰ بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مني چې له تېرو درې ورځو راهيسې د څرخي زندان نژدې ۱۵۰ بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

زندانيان دا شمېره سلګونه ښيي او د اعتصاب لامل پر وخت د دوسيو نه څېړل کېږي او د زندان ساتونکو بد چلند يادوي.

خو د افغانستان د زندانو اداره وايي دوی د ولسمشر کرزي د هغه فرمان پر وړاندې اعتصاب کړی چې د ځينو زندانيانو د بند موده يې کمه کړې او ځينو نورو ته يې بښنه کړې ده.

دوی وايي اعتصاب کوونکي زندانيان غواړي ټول له دغې بښنې ګټه واخلي، چې په خبره يې دا له امکانه لرې ده.