خوست کې ځانمرګي ځان چوولی

په خوست ښار کې نن سهار یو ځانمرګي برید کوونکي خپل هدف ته له رسیدو وړاندې ځان تنه چاودنه ورکړه.

ځايي چارواکي وايی په پېښه کې یواځې برید کوونکی وژل شوی او نور چاته زیان نه دی اوښتی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال د ځايي چارواکو له قوله وايي چې د مخکني راپور پر اساس په ښار کې امنیتي تدابیر نیول شوي و او برید کوونکي د پولیسو له خوا له محاصرې وروسته په فیض محمد خان واټ کې ځان ته چاودنه ورکړه.

د دوی په وینا د دې احتمال شته چې د برید هدف به هغه پلاوی و چې سرحدي سیمې غلام خان ته د سرحدي پوستو د ارزونې په موخه روان و.