بنګله دېش کې اور لګېدو اته کسان وژلي

د بنګله دیش په پلازمینه دکا کې د جامو جوړولو په یوه کار ځای کې اور لګېدلی او لږ تر لږه اته تنه یې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې د جامو جوړولو د کار ځآیونو د ودانۍ له ړنګېدو وروسته فابریکې تر کلکې څارنې لاندې نیول شوي دي.

په پلازمینه دکا کې د اور وژنې عملیه وتوانېده چې په دې څو پوړیزه ودانۍ کې لګېدلی اور له درې ساعتونو په زیات وخت کې مړ کړي.

د دې اور لګېدنې وروسته د جامو او دریشي ګانو د جوړولو د کار ځایونو سلګونه کار کوونکي کورونو ته ولیږل شول.

د هغه کار ځای مالک او د پولیسو یو مفتش چې د دې کار ځای لیدولو ته راغلی و د ودانۍ په پورتنې پوړ کې ناست و.

د اور وژنې عملې ددې داړو جسدونه د پېښې له ځای څخه راویستې دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې دوه اونۍ مخکې د ودانۍ د نړېدلو په پېښه کې لږ تر لږه نهه سوه تنه وژل شوی دي.