هندي زندان کې پاکستانی بندي مړ شوی

د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې هغه پاکستانی زنداني ومړ چې د یو بل زندانی له خوا تېره اونۍ په خښته وهل شوی.

پاکستان حکومت پر دغه پاکستاني زنداني برید غندلی او ویلي دي چې د دغه زنداني د جسد د سپارلو لپاره یې لازم ترتیبات نیولي دي.

په پاکستاني زنداني وروسته له هغه برید وشو چې د پاکستان په یوه زندان کې یو مهم هندي زنداني د بل زنداني له خوا تر مرګه ووهل شو.

د ترهګرۍ په تور پر نیول شوي پاکستانی زنداني ثناء الله رنجی په هماغه ورځ برید وشو په کومه ورځ چې هند ته پر جاسوسۍ تورن سرب جیت سنګ اور ته وسپارل شو.