چین کې د زلزلې تلین لمانځل کېږي

چین د یوې ډیرې ویجاړونکې زلزلې پنځم تلین لمانځي. په دغه زلزله کې د سیچوان په سویل لویدیځ ښار کې د پنځه زره ماشومانو په ګډون ۹۰ زره کسان مړه او ډېر شمېر نور ټپیان شوي وو. د بیچاون ښار چې ډیر زیانمن شوی و، ویجاړۍ یې د یو یادګار په توګه خوندي شوي. د ودانیو د جوړولو لپاره پراخې هڅې روانې وې او ډېرو ژوندي پاتې شوي کسانو ته نوي کورونه ورکړل شول.