اسراییلو کې زرګونه کسانو لاریون کړی

د اسراییلو په تل ابیب ښار کې زرګونو کسانو د اقتصادي سپما پروګرامونو په اعتراض کې لاریون کړی چې د دوشنبې په ورځ به د اسراییلو په کابینه کې پرې بحث وشي. د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې تر لسو زرو زیاتو کسانو په لاریون کې ګډون کړی، چې د عامه اسانتیاوو د پروګرامونو د کمولو او د مالیو د لوړیدو پر ضد روان دی. د رپوټونو له مخې په بیت المقدس او حیفا کې هم لاریونونه روان دي.