فلېپین ته د تایوان خبرداری

د تایوان حکومت فلېپین ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې د هغه تایواني کب نیونکي د وژنې له امله بخښنه وغواړي چې پر کښتۍ یې د فلېپین سمندري ځواکونو ډزې کړې وې. تایوان دغه راز د تاوان او د پېښې د مسوولو کسانو د نیونې غوښتنه هم کوي. د تایوان د ولسمشر یوه ویاند ویلي، که فلېپین د دوی غوښتنې ونه مني له اقتصادي او دیپلوماتیکو اقداماتو سره به مخامخ شي. تایپې دغه پېښه ظالمانه او وحشي بللې خو مانیلا وايي ځواکونو یې د ځان د دفاع لپاره ډزې کړي.