"له اروپايی ټولنې په وتلو به ستونزې هوارې نه شي"

د لندن ښاروال بوریس جانسون وايي سستي او کمزوری کار د برتانیا د ستونزو لاملونه دي چې له اروپايی ټولنې په وتلو به دغه ستونزې هوارې نه شي.

ښاغلی جونسون وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې د برتانیا د حکومت دوه مهمو وزیرانو مایکل ګوف او فیلیپ هامون د لومړي ځل لپاره ویلي که نن له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه ټولپوښتنه وشي، نو دوی به له دې ټولنې د وتلو لپاره رایه ورکړي.

د چارو یو شمېر شنونکي شاغلی جونسون د لومړي وزیر دېوېډ کامیرون ځای ناستی بولي.

کامیرون اوس په امریکا کې او د اروپا او امریکا ترمنځ د ازادې سوداګریزې سیمې د رامنځته کولو پرسر خبرې کوي.