روسيه له مسکوه امريکايی ډيپلومات شړي

روسيه وايي يو امريکايی ډيپلوماټ به له خپل هېواده وشړي، چې په مسکو کې يې د لنډ وخت لپاره نيولی و.

روسيې ادعا کړې چې دغه امريکايي ډيپلوماټ غوښتل د روسيې يو استخباراتي کارکوونکی د جاسوس په توګه وګوماري.

دغه ډيپلومات چې نوم يې د سي ای اې اېجنټ رايان فوګل ياد شوی، د شپې مهال وروسته له هغه ونيول شو چې ښکارېده پر سر يې ژېړ وېښته ايښي وو.

ويل کېږي چې ښاغلي فوګل په مسکو کې د امريکا سفارت کې د درېيم سياسي سکرتر په توګه کار کاوه.