هلمند کې درې جورجي پوځيان وژل شوي

د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو درې جورجيايي سرتېري په افغانستان کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې وژل شوي دي.

د جورجيا د دفاع وزير وويل دغه کسان هغه مهال په هلمند کې ووژل شول چې په پوځي اډه کې يې موټر بم چاودنه وشوه.

جوجيا دا مهال په افغانستان کې ۱۶۰۰ سرتېري لري، چې په تېرو څو کلونو کې يې ۲۲ عسکر وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په وروستيو مياشتو کې له هغه وروسته چې د پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان وکړ د افغانستان په سويل او ختيځ کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.