امریکا کې د پاکستان سفیرې استعفا ورکړه

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پاکستان سفارت ویلي، دغه هېواد کې د پاکستان سفیرې شېري رحمان خپله استعفا د پاکستان لومړي وزیر ته استولې ده.

امریکا کې د پاکستان سفارت دغه اعلان د ټوېټر له لارې کړی، چې وروسته خپله شېري رحمان هم ریټويټ کړی.

شېرې رحمان د پیپلز ګوند په حکومت کې د اطلاعاتو وزیره وه او د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې متحده ایالاتو کې د پاکستاني سفیر حسین حقاني له استعفا وروسته دغه مقام ته وټاکله شوه.