د نيجېريا شمالي ايالتونو ته د ځواکونو لومړي ټولي رسېدلي دي

د نيجېريا دريو شمالي ايالتونو ته د ځواکونو او ټاکنو لومړي ټولي رسېدلي، چې د اورپکو اسلامي ډلو پر وړاندې پلان شويو جګړه ييزو عملياتو لړ کې استول کېږي.

پوځ وايي ځواکونه يې ځکه استولي چې سيمه کې په بشپړه توګه د اورپکيو بېخ وباسي.

کله چې د نيجېريا ولسمشر وياند نه په نښتو کې د ملکيانو راګيرېدو پوښتنه وشوه، بي بي سي ته يې وويل د جګړې حالت کې د مرګژوبلې هېڅ وړاندوينه نه شي کولی.

د سې شنبې/نهې پر ورځ د نيجېريا په دريو شمال ختيځو ايالتونو کې د بوکو حرام اورپکې ډلې بريدونو په ځواب کې بيړنی حالت اعلان شو.

ولسمشر ګوډلک جاناتن دغه ډله ترهګره وبلله چې په وينا يې د نيجېريا پر وړاندې جګړه اعلان کړې ده.