د عراق شراب پلورنځۍ برید ۱۲ کسان وژلي

له عراق نه راپورونه وايي وسله والو پر هغو هټيو د بريد پر مهال ۱۲ کسه وژلي چې په بغداد کې يې الکولي مشروبات پلورل.

روغتيايي او امنيتي چارواکي وايي وسله وال په څلورو موټرو کې وو او د هغو دوکانونو مالکان يې په نښه کول چې الکول يې پلورل.

تندلارو اسلامپالو ملېشو په وروستيو مياشتو کې پر امنيتي ځواکونو او شيعه ګانو خپل بريدونه ډېر کړي دي او دا اندېښنې يې راټوکولي چې ګواکې عراق به يو ځل بيا له تاوتريخوالي سره مخامخ شي.