م.م سوریه کې د سیاسي واک لېږد غواړي

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره په سوریې کې د سیاسي واک د لېږد غوښتنه کړې ده. او د بشارالاسد د حکومت له خوا د درنو وسلو کارول یې غندلي دي.

ددغه پرېکړه لیک مسوده د قطر او ځینو عربي هېوادونو له خوا جوړه شوې وه چې د سوریې حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي.

دغه پرېکړه لیک د غونډې د یوشمېر غړو له مخالفت سره مخ شوه. په ملګرو ملتونو کې د سوریې د سفیر مرستیال الکساندر پانکین وايي دغه سازمان په سوریې کې د مخالفینو تاوتریخوالي ته ډېر پام نه دی کړی:

''دغه سند، چې د ۲۰۱۲ کال د دوو پرېکړه لیکونو په شان تصویب شو، په څرګنده یو اړخیز دی. د غمجنو پېښو پېښو ټول مسولیت د سوریې پر حکومت وراچول شوی دی.

سره له دې چې د څرګندو حقیقتونو له مخې هغه کسان چې د نړیوالو باوري سازمانونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي دي او د وسله والو مخالفینو ناقانونه ترهګریزې کړنې په کې شاملې دي''.