مصر کې اووه پوځيان تښتول شوي

د مصر ولسمشر محمد مرسي ددغه هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزیران وروسته تر هغه بېړنۍ غونډې ته وروبلل چې د سینا په ټاپو کې اووه تنه امنیتي ځواکونه وتښتول شول.

چارواکي وايي مخ پټو وسله والو د ال عریش له ښاره بهر د یوه کمین په ترڅ کې دوه ټکسي موټرونه درولي او هغه پولیس او سرتیري یې نیولي چې له قاهرې بېرته ستنېدل.

په ۲۰۱۱ کال کې د حسني مبارک تر راپرځېدو وروسته په دغې سیمې کې قانون لږ واکمن دی.

وسله وال اسلامپالي دغه سیمه پر امینتي ځواکونو او اسراییلو د بریدونو لپاره د یوه مرکز په توګه کاروي.