ماین چاودنې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن سهار ( مې ۱۸) د پکتيکا ولايت د یحیی خېلو ولسوالۍ د سره دېوال په سيمه کې یو تراکتو سړک کې پر خښ شوي ماین ختلی چې چاودنه کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتیکا ولایت د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پېښه کې د تراکتور چلوونکی وژل شوی، درې ماشومان، يوه مېرمن او يو نارينه ټپيان دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي د پېښې په اړه په سیمې کې د پوليسو له خوا څېړنې پيل شوي دي. بل لور ته خوست ښار کې د یوې چاودنې له امله یو سرحدي پولیس وژل شوی او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۰ کسان ټپیان دي.

د پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.