د سوریې پوځ د مخالفانو پر سیمو برید کړی

د سوریې حکومتي ځواکونو د یاغیانو پر سیمه برید کړی. د سوریې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، حکومتي ځواکونو هغه سیمه محاصره کړې، چې د یاغیانو مرکز بلل کېږي. د سوریې حکومت مخالف فعالان وايي، تر اوسه د حکومتي ځواکونو بمبارۍ کې ۱۶ کسان وژل شوي دي. د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له لوري د مخالفانو پر ضد د جګړې روان ساتلو له اعلانه وروسته جګړې شدت موندلی. د لبنان پولې ته څېرمه سیمو کې له تېرو څو اوونیو راهیسې جګړه دوام لري.