هند ته د چین د لومړي وزیر سفر

د چین نوي لومړي وزیر لي کیکیانګ ټینګار کړی، چې له هند سره به د دوه اړخیز باور د پیدا کولو لپاره کار کوي. په مارچ میاشت کې د دې څوکۍ له راخپلولو وروسته دا د ښاغلي لي لومړنی بهرنی سفر دی.

د ده څرګندونې د هند هغه اعتراض ته په غبرګون کې ښکاري، چې یوه میاشت وړاندې چینايي سرتېرو د دغه هېواد پر خاوره تېری کړی و.

باور کېږي، چې ښاغلي لي د یادې مسلې په اړه د هند له لومړي وزیر منموهن سېنګ سره خبرې کړې دي.

د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ د دغو دوو سترو هېوادونو تر منځ د سرحدي لانجو له امله کابو ۵۰ کاله وړاندې یوه لنډه جګړه هم رامنځ ته شوې وه.