له شمالي کوریا د چین غوښتنه

چین پر شمالي کوریا غږ کړی، چې دوې اونۍ وړاندې نیول شوې د کب نیوونکو کښتۍ او د هغې ۱۶ تنه عمله وروسپاري. د چین دولتي رسنۍ وايي، په پیونګیانګ کې د دغه هېواد سفارت غوښتنه کړې، چې یاد کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.

د کښتۍ څښتن ویېلي، چې د کښتۍ تر نیول کېدو وروسته ترې شمالي کوریا د باج په ډول د کابو سلو زرو ډالرو غوښتنه کړې. دی ادعا کوي، چې کښتۍ یې د چین په اوبو کې نیول شوې.

چین د شمالي کوریا مهم نړیوال ملاتړی هېواد دی، خو په دې وروستیو کې د شمالي کوریا لخوا د اتومي او توغندويي ازموینو له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خړې پړې شوې دي.