"سوري کډوالو لپاره چټکو مرستو ته اړتیا ده"

د برتانیې مرستندویه اداره اکسفام وايي، اردن او لبنان د هغو سلګونو زرو سوري کډوالو د ملاتړ لپاره چټکو مرستو ته اړتیا لري، چې د جګړې له کبله دغو هېوادونو ته ورکډه شوي دي.

اکسفام وايي، د اوړي د ګرمې هوا او د روغتیا پالنې د چوپړونو د نشتون له کبله د کډوالو روغتیا له جدي ننګونو سره مخ ده. دا اداره وايي، ډېری هغه وګړي، چې د سوریې له پولې اوړي په نامناسبو پنا ځایونو کې مېشتېږي چې خالي شوي سوداګریز مرکزونه او د هدیرو څنډې یې بېلګې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر یو نیم میلیون زیات سوري وګړي په رسمي ډول د کډوالو په توګه ثبت شوي دي. د دغې ادارې په خبره ډېر نور کسان له راجستر کېدو پرته له هېواده تښتېدلي دي.