د امريکا سنا وايي اپل بشپړه ماليه نه ده ورکړې

د امریکا د سنا مجلس یو رپوت موندلې چې ستر کمپیوټري شرکت اپل د خپلې لسګونه میلیارده ډالرو ګټې مالیه د یوې پیچلې شبکې پر مټ د خپلو اکونټونو د ویشلو له لارې، نه ده ورکړې.

رپوت د اپل کمپنۍ د کومې ناقانونې چارې پر ترسره کولو نه ده تورنه کړې، خو ویلي یې دي چې د اپل شرکت ډیرۍ فرعي شرکتونه د مالیې د ورکولو لپاره په هیڅ ځای کې نه دي ثبت شوي.

رپوټ وايي، د فرعي شرکتونو له ډلې یو مهم شرکت چې د ایرلند په کورک ښار کې موقعیت لري د تیرو پنځو کلونو راهیسې یې د خپلو عایداتو مالیه نه ده ورکړې.

تمه کیږي چې د اپل اجرایوي مدیر د سه شنبې په ورځ د دې موضوع په اړه کانګرس ته توضیحات ورکړي.