اوباما بله مياشت له چينايي سيال سره ګوري

سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر اوباما به راتلونکې میاشت د چین له نوي ولسمشر شي جین پینګ سره په کالېفورنیا کې وګوري.

دا په مارچ میاشت کې واک ته د ښاغلي جین پینګ تر راتلو وروسته له اوباما سره د هغه لومړۍ لیدنه ده.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړه مشران به په تیرو څلورو کلونو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ستونزې او پرمختګونه له نظره تیر کړي او د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو به غور وکړي.