فرانسوي تاریخپوه د خلکو مخکې ځان وواژه

د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د نوترې دام په جامع کلیسا کې یوه ښي لاس پلوي تاریخپوه د سلګونو ګرځندویانو او زیارت کوونکو په مخکې ځان په ډزو وژلی دی.

دغه سړی چې دومینیک وینر نومېده، د خپلو ښي لاسو سیاسي لیکنو له امله مشهور و او د همجنس بازانو د ودونو سخت مخالف و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر مانویل والس په دې اړه وویل:

"د دغه زړه بدي سړي د ځان وژنې پر مهال د نوترې دام په کلیسا کې یو نیم زر کسان موجود وو. دغه خلک په ډېره چټکۍ له کلیسا و ایستل شول. خو زه پر دې پوهېږم چې دا کار به دغو ګرځندویانو او زیارت کوونکو ته څومره ټکان ورکوونکی و."

په یوه پیغام کې چې وروسته د ده د یوه ملګري لخوا ولوستل شو، دومینیک وینر لیکلي وو، چې دی د داسې یوه ملت د راویښولو لپاره ځان قرباني کوي، چې د کډوالو د منلو او د کورنۍ سېستم د ړنګولو له کبله د غفلت په خوب ویده دی.