له بړبوکۍ د ژوندي پاتې کسانو لټون پای ته رسېدلی

امریکا کې ژغورونکي فعالان وايي، له هغې بړبوکۍ په ژوندي پاتې شویو کسانو پسې لټه پای ته رسېدلې، چې د اوکلاهاما ښار ځینې څنډې یې ویجاړې کړې.

تر اوسه مالومه شوې، چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او تر دوو سوو ډېر ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې نهه ماشومان هم شامل دي.

د سیمې د اوروژنې ادارې مشر وویل، چې د ده په باور د کورونو، ښوونځیو او کارخونو په ړنګو شویو برخو کې نور مړي یا ژوندي پاتې شوي کسان نه دي پاتې. دغه زیان داسې بادونو اړولی، چې سرعت یې په یوه ساعت کې تر ۳۰۰ کیلومترو رسېده.

ولسمشر اوباما اوکلاهاما یوه ستره زیانمنه شوې سیمه بللې او د مرکزي حکومت لخوا د پوره مرستې ژمنه یې کړې.