اوباما: د بې پيلوټه الوتکو بريدونه فعال او قانوني دي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د بې پيلوټه الوتکو خپلې ناندره ييزې کارونې، چې بهر کې پرې پر ځانګړو موخو بريد وکړي، پياوړې دفاع کړې ده.

د ترهګرۍ ضد ستره وينا کې ولسمشر اوباما وويل بې پيلوټه الوتکې فعالې او قانوني دي، خو ټينګار يې وکړ بايد يوازې هغه وخت وکارول شي چې څرګند ګواښ راپورته شي، او کله چې ملکيانو ته د زيان نه رسېدا نژدې باوري شي.

د ملکيانو ترمنځ لوړه مرګژوبله د امريکا، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا لامل شوې ده.

بې پيلوټه الوتکې په افغانستان او پاکستان دواړو کې پرله پسې کارول شوې دي.

ولسمشر اوباما ومنله چې په خبره يې د دغې ملکي مرګژوبلې له امله ډېر اغېزمن شوی دی.