نايجر کې دوو چاودنو لږترلږه ۷ پوځيان وژلي

د افریقا له لویدیځ هېواد نایجر څخه راپورونه وايي دوو ځانمرګو برید کوونکو په جلا بریدونو کې ددغه هېواد په شمال کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چولي دي.

یوه چاودنه په یوه پوځي ځای کې شوې او بله یې یورانیمو په کان کې شوې چې چارې یې د فرانسوي اټومي ډلې ارېوا له خوا پر مخ وړل کیږي.

ویل کیږي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه اووه تنه پوځیان وژل شوي دي.