په دلارام کې چاودنې ۱ کس وژلی او ۱۶ ټپيان کړي

د کابل هرات د لویې لارې په اوږدو کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۶تنه نور ټپیان دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي چاودېدونکي توکي په دلارام ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه مرکز ته په یوهّ موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو.

په ټپیانو کې درې تنه یې د ملي اردو سرتیري او ۱۳ نور ملکي وګړي دي.

تر اوسه چا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.