سويډن کې پر څلورمه شپه هم ناکراري روانه ده

د سویډن په پلازمینې ستاکلهم کې په څلورمه پرله پسې شپه ناآرامي روانه وه.

په یوې ناوړه پېښه کې د ښار په جنوب کې د پولیسو پر مرکز د اور لګولو برید شوی د ښار په بله څنډه کې ځوانانو پر پولیسو ډبرې اورولي او موټرو ته یې اور ورته کړی دی.

پولیس وايي دوی به د تاوتریخوالي او نښتو د مخنیوي لپاره ګامونه اوچت کړي.