ملي امنيت ترکی سوداګر له تښتوونکو ژغورلی دی

Image caption ۴۳ کلن سامع ياووز د کابل ښار د تايمنيو له سيمې تښتول شوی و

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د يوه ترکي سوداګر د خوشې کولو خبر ورکړی دی.

ترکي رسنيو راپور ورکړی دغه سوداګر چې لس ورځې وړاندې تښتول شوی و، په افغانستان کې د ترکي پانګوالو او سوداګرو د اتحاديې مسوول و.

د ملي امنيت ادارې وياند شفيق الله طاهري په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ۴۳ کلن سامع ياووز د عدنان زوی د يرغمل کېدو پر مهال په کابل کې و.

دی د کابل ښار د تايمنيو له سيمې تښتول شوی و.

ښاغلی طاهري وايي د افغانستان امنيتي ځواکونو له لس ورځنيو هڅو وروسته په دې وتوانېدل چې د ښاغلي ياووز څرک ولګوي، خو لا معلومه نه ده چې دی د کابل په کومه سيمه کې ساتل کېده.

د ملي امنيت ادارې د معلوماتو پر بنسټ سامع ياووز له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې پانګونه کوي.

دی د تښتوونکو د منګولو له خوشې کېدو وروسته اوس په کابل کې د ترکيې سفارت ته سپارل شوی دی.

د ملي امنيت ادارې وياند شفيق الله طاهري وايي د ښاغلي ياووز د خوشې کېدو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو او تښتوونکو ترمنځ نښته هم شوې او په خبره يې سړي تښتوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

ده زياته کړه چې د سړي تښتوونکو په اړه پلټنې روانې دي او هغه مهال چې ونیول شي، په اړه به يې معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

د سامع ياووز ورور فتيح له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د ورور روغتيايي وضعيت يې ښه دی، او له خپلو دوستانو سره ليده کاته کوي.

د ملي امنيت ادارې او د ښاغلي ياووز کورنۍ د ده د خلاصولو په بدل کې د سړي تښتوونکو دغوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه ترکی سوداګر ۴۳ کاله عمر لري او له خپلې کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي.

ښاغلي ياووز په پلازمېنه کابل کې د استانبول په نوم رستوانت هم لري.

کابو يو مياشت وړاندې يوې غير پوځي څرخي الوتکې د کابل په سويل د لوګر ولايت کې بېړنۍ ناسته وکړه، چې له عملې سره، د وسله والو طالبانو لاس ته پرېوته.

د څرخکې د يوولسو سپرليو له ډلې اته يې ترکان وو چې وسله والو طالبانو په دوو پړاوونو کې له ترکيې سره د ښه نيت له امله خوشې کړل.

خو د پاتې درې کسانو برخليک چې دوه يې اوکرايني او يو افغان ژباړونکی دی، نه دی معلوم.

ورته مطالب