د کابل جمعې بريد کې لږترلږه ۷ کسان وژل شوي

په افغان پلازمېنه کابل کې د جمعې مازيګرني ډله ييز ځانمرګي بريد پايله کې لږترلږه ۷ کسان وژل شوي دي.

د سپکو وسلو څو ساعته جګړې ترڅ کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

يوه ودانۍ چې وسله وال ورننوتي، يو مېلمستون و، چې د کډوالو نړيوال سازمان (ای او اېم) بهرني کارکوونکي په کې اوسېدل.

يوه ايټالوۍ ښځه چې له دغه سازمان سره کار کوي، سخته ټپي شوې ده.

دری نيپالي ساتندويان هم نښته کې ټپيان شوي، چې يو تن يې بيا مړ شوی دی.

يو افغان پوليس سرتېری او دغه راز پنځه تنه اورپکي بريدګر هم وژل شوي دي.

د طالبانو يو وياند وويل بريد دوی ترسره کړی دی.