نيجېريايی پوځ وايي د بوکو حرام اډې يې ويجاړې کړې دي

د نيجېريا پوځ وايي يو شمېر داسې پراخ او ښه سمبال کمپونه يې ويجاړ کړي چې بوکو حرام اورپکې ډلې د ځايي ټولنو پر وړاندې بريدونو لپاره کارول.

پوځ روانه مې شمال ختيځ دريو ايالتونو ته ځواکونه استولي، او وايي غواړي دغه اورپکي په يو ځل او ټول له منځه يوسي.

يوه نيجېريايي جنرال په پلازمېنه ابوجا کې داسې انځورونه ښوول چې ده ويل د اورپکيو له خوا جوړ شوی روغتون، د ليليې خونې او د سونګ توکيو زېرمې وې، او زياته يې کړې چې ټول اوس ويجاړ شوي دي.