پېښور کې چاودنه، دوه کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې بمې چاودنې دوه کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي. د بي بي سي خبریال وايي چاودنه تبلیغي مرکز جامعه علوم اسلامیه ته څېرمه د ګاډو یوه ورکشاپ کې ولاړ ګاډي کې وشوه. د پېښور پولیسو یوه افسر عمران شاهد بي بي سي ته وویل، د پېښې په ځای کې د انسان یو سر هم موندل شوی. له پېښې وروسته مرستندویه فعالیتونه پیل شوي دي.