د امریکا واشنګټن ایالت کې پل مات شوی

د امریکا متحدو ایالتونو کې چارواکي وايي، واشنګټن ایالت کې د یوه پل یوه برخه ړنګ شوې. د ځايي پولیسو په وینا د پل ړنګېدو له کبله یو شمېر ګاډي سیند ته لوېدلي. دغه پل د امریکا سیټل ایالت د کاناډا له وینکور ښار سره تړلی و. د پولیسو په وینا د دوو ایالتونو نښلونکي پل یوه برخه سیند ته غورځېدلې، چې له کبله یې یو شمېر ګاډي د سیند اوبو کې ډوب شوي.