د هلمند فولاد پر پوځي اډې د خره ناکامه برید

د سوېلي ولایت هلمند چارواکي وایي ناپېژاندو وسله والو د هلمند ولایت د ښځو چارو د مشرې ګاډی چلوونکی په ډزو وژلی.

د هلمند ولایتي ویاند محمد عمر ځواک وایي، دا پېښه تېره ورځ (جمعه/ غبرګولي ۳) شاوخوا یوه بجه په مرکز لښکرګاه کې رامنځ ته شوې.

ښاغلی ځواک وایي،برید کوونکي له سیمې تښتېدلي.

بل خوا چارواکي وایي، تېره ورځ وسله والو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر یوه خره باندې چاودیدونکې توکي بار او دفولاد په نوم یوې پوځي اډې ته څېرمه یې الوځولې چې ځانې زیان یې نه دی اړولی.

د هلمند د ولایتې ادارې ویاند محمد عمر ځواک وایي چې وسله والو دغه کار د یوه ماشوم په مرسته کړی چې د ده په وینا ماشوم او ورسره یو ریموټ کنټرول د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

وسله والو تر دې دمه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.