پاکستان کې د غازو ډبې چاودلو ۱۵ماشومان وژلي

پاکستاني پوليس وايي ۱۵ماشومان هغه مهال مړه او اووه نور ټپيان شول چې د بس موټر د ګازو ډبه وچاودېده.

دغه پېښه د پاکستان په ختيځ ګوجرات کې شوې ده.

پوليس وايي بس موټر اور اخيستی او ماشومان په کې د اور له امله مړه شوي دي.

په پاکستان کې ميليونه موټر په ګازو چلېږي او د ګازو ډبو چاودل په کې معمول دي.