داغستان کې ښځينه ځانمرګې یو پولیس وواژۀ

په روسيه کې چارواکي وايي يو پوليس هغه مهال ووژل شو او لس کسه نور ټپيان شول چې يوې ښځې په داغستان کې ځانمرګی بريد وکړ.

دغه بريد په پلازمېنه مکاچکلا کې شوی دی.

دغه غرنۍ او د بېلا بېلو نژادونو سيمه له ډېره وخته د اورپکۍ هدف دی.

په وروستيو کلونو کې روسيه د ښځو له لوري د يو شمېر ځانمرګو بريدونو شاهده ده چې ډېر کله د کونډو او يا د هغو ملېشو د کونډو او خپلوانو کار بلل کېږي چې خپلوان يې امنيتي ځواکونو وژلي دي.