پي ای الوتکې ناسته، دوه کسان تورن شول

دوه کسان د هغې سپرلۍ الوتکې له خطر سره په مخامخ کولو تورن شوي، چې د جیټ الوتکو بدرګه کې ناستې ته اړه شوه. برتانوي پولیس له هغه وروسته د پاکستان د نړیوال هوايي چلند( پي ای اې) الوتکې ته ننوتل، چې د پاکستان له لاهور ښار څخه د برتانیا مانچسټر ته پر لار الوتکه سټنسټیډ هوايي ډګر ته وګرځول شوه. ځايي پولیس وايي دواړه شکمن کسان برتانوي تبع دي، چې عمرونه یې ۳۰ او ۴۰ کاله دي. د پولیسو په وینا دغه دواړه کسان، چې نومونه یې نه دي یاد شوي، په پام کې ده د دوشنبې په ورځ چیلمسفورډ کې محکمې ته وړاندې شي.