مخامخ جګړه کې د ایساف یو سرتېری وژل شوی

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په ختیځ کې یې د مې پر ۲۶ یو سرتېری د مخامخ جګړې په ترڅ کې وژل شوی.

ایساف د وژل شوي سرتېري هویت نه دی په ډاګه کړی.

د روان ۲۰۱۳ کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ۶۶ بهرني پوځيان وژل شوي، چې د سړک غاړې ماینونو په چاودنو کې سږ کال ۲۴ بهرني پوځیان وژل شوي.