امريکا کې څارنوالانو تر ټولو ستره ډيجيټل صرافي په پيسو مينځلو تورنه کړې

امريکا کې څارنولانو د نړۍ تر ټولو ستره شمېريزه (ډيجيټل) صرافي تورنه کړې چې په پراخه کچه پيسو مينځلو لپاره انټرنېټ کاروي.

په نيويارک کې د امريکا څارنوالۍ دفتر ويلي په کوسټاريکا کې مېشت دغه شرکت، ليبرټي ريزرف، ۶ مليارډ ډالره پيسې مينځلې دي.

څارنوالانو دغه ډيجيټلي (شمېريزه) شبکه، چې فعاليت يې ځنډول شوی، د پټو جنايتکارانو د خوښې بانک بللی دی.

دوی ويلي دا يو له عمده وسايلو و، چې د انټرنېټ مجرمانو يې له لارې د نشه توکيو قاچاق، د ماشومانو جنسي فلمونه او د پېژندپاڼو غلاکولو فعاليت کاوه.