پر سوري مخالفینو د وسلو بندیز لرې شو

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې، چې د سوریې پر مخالفینو به د وسلو بندیز پای ته ورسوي، خو سمدستي داسې کوم پلان نشته، چې له مخې یې یاغیانو ته وسلې واستول شي.

په بروکسل کې له اوږدو خبرو وروسته د اروپايي ټولنې مشرې ډپلوماتې کترین اشتون وویل، چې نور ټول بندیزونه به پر ځای پاتې وي او غړي هېوادونه به له اګست میاشتې مخکې په دې اړه تجدید نظر وکړي.

نوموړې دا خبره رد کړه، چې ګواکې اروپايي ټولنې د برتانیې او فرانسې تر فشار لاندې دا پرېکړه کړې ده.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هاګ وویل، دا مهمه ده چې د سوریې حکومت ته یو روڼ پیغام واستول شي چې باید په جدي ډول خبرې اترې وکړي.

برتانیا او فرانسه ټینګار کوي، چې هغو یاغیانو ته باید وسلې ولېږل شي، چې دوی یې د ولسمشر بشارالاسد منځلاري مخالفین بولي.

خو د اروپايي ټولنې نورو غړو د دغه وړاندیز مخالفت وکړ او ویې ویېل چې دا کار به تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.

جورج لایسن په واشنګټن کې د سوریې د ملي شورا په نامه د حکومت د مخالفې ډلې د بهرنیو اړیکو استازی دی. نوموړي د یاد بندیز د لرې کولو په غبرګون کې وویل:

''دا زموږ لپاره یو ډېر ښه پرمختګ دی. اپوزسیون په څرګند ډول د دغه اقدام هرکلی کوي او دا یو سم ګام بولي. تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې موږ ته به د سوریې د خپلواک پوځ لپاره، چې د اپوزسیون منځلارې برخه ده، وسلې راکړل شي او که نه. دا کار به د سوریې پر رژیم فشار راوړي چې خبرو اترو ته چمتو شي''.