برتانويانو په ناقانونه توګه افغانان بندیان کړي

پر برتانوي پوځیانو تور پورې شوی، چې د هلمند ولایت په کمپ بسټین پوځي مرکز کې یې کابو اتیا تنه افغانان په ناقانونه ډول بندیان کړي دي.

په دوی کې د اتو تنو بندیانو مدافع وکیلانو وویل، د دوی موکلین د دغې پوځي اډې په یوه پټه ودانۍ کې له کابو څوارلسو میاشتو راهیسې ساتل شوي دي.

دوی په لندن کې سترې محکمې ته غوښتنلیکونه سپارلي، چې مالومه کړي دا بندونه قانوني دي که نه.

د برتانیې د دفاع وزارت وايي، دا بندونه د ملګرو ملتونو لخوا د نړیوالو ځواکونو د ماموریت لپاره قانوني دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، پر ډېری دغو بندیانو شک کېږي، چې برتانوي پوځیان یې وژلي او یا یې په بمي بریدونو کې برخه اخېستې ده.