کابل کې د ستر برید پلان شنډ شوی

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي په کابل کې یې د یوې داسي پېښي مخه یې نیولې، که چېرې رامنځ ته شوې وه، په وینا یې ډېر بې ګناه کسان به یې وژلي وای.

د ملي امنیت اداره وايي، ځواکونو یې د حقاني شبکې یو غړی وژلی او د یوه برید د طرحې په تور یې شپږ کسان د شپې مهال کابل کې نیولي دي.

دغه اداره واييو د عملیاتو پرمهال یې د ځانمرګو لپاره د پنځو چمتو شویو واسکټونو په ګډون ګڼې وسلې او تخریبي مواد هم نیولي.