اراموونکي درمل د زړه د حملې خطر ګرځي

نوې څېړنې ښيي هغه ناروغان چې په پرله پسې ډول له مسکن یا اراموونکو درملو لکه 'ډیکلوفینک' او 'ایبوپروفین' کار اخلي، د زړه د حملې خطر له ډېرېدو سره مخامخېږي.

د اکسفورد پوهنتون ساینس پوهانو تر څه باندې شپږ سوه ازموینو وروسته دا وموندله چې هر کال په هرو زرو ناروغانو کې یو یې د زره له حملې سره مخامخ دی او یوه یې وژونکې ده.

خو دغه څېړونکي دا هم وایي، هغو کسانو ته ګواښ نه شته چې ددغو درملو یو لنډ مهاله کورس اخلي.